news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

رمضان بشردوست: طالبان د تجمل‌پالنې او ساتونکو په لرلو کې له پخوانیو چارواکو سره توپیر نه لري

رمضان بشردوست: طالبان د تجمل‌پالنې او ساتونکو په لرلو کې له پخوانیو چارواکو سره توپیر نه لري

رمضان بشردوست: طالبان د تجمل‌پالنې او ساتونکو په لرلو کې له پخوانیو چارواکو سره توپیر نه لري

 بریانیوز/ چهار شنبه ( ۲۱ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د افغانستان پخواني ولسي استازي رمضان بشردوست د طالبانو پر کړنو توندې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د دغې ډلې د چارواکو د ژوند طرز د هغوی له ادعاوو سره سمون نه لري

بشردوست په یوه مرکه کې له «دویچه وله» سره ویلي، طالبان د خپلو لومړنیو ادعاوو خلاف اوس په تجمل‌پالنه، د ګڼو کورونو، زرهي موټرو او شخصي ساتونکو په لرلو کې له یو بل سره سیالي کوي

نوموړي د طالبانو د چارواکو د امنیتي تدابیرو په اړه هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د جوماتونو په محرابونو کې د باډیګاردانو درول او د چارواکو د ساتنې لپاره پراخ امنیتي حضور د پخواني جمهوري نظام له چارواکو سره د دوی توپیر کموي

بشردوست ټینګار کړی چې که د یوه نظام چارواکي د خلکو له عادي ژوند څخه واټن واخلي او د لوړو امنیتي تدابیرو او تجمل‌پالنې لور ته ولاړ شي، نو د ولس او حکومت ترمنځ واټن هم ورسره زیاتېږي

د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د پخواني جمهوري نظام د کابینې غړي ضیاالحق امرخېل هم د حکومتونو د اصلاح او بدلون په اړه ویلي وو چې نظامونه د چارو د سمون لپاره محدود فرصتونه لري او که له دغو فرصتونو پر وخت او مسؤولانه استفاده ونه شي، وروسته اصلاحات خپل ارزښت له لاسه ورکوي

د بشردوست او امرخېل څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان د اوسني نظام د حکومتولۍ، اقتصادي وضعیت او له خلکو سره د چارواکو د تعامل په اړه له بېلابېلو لورو نیوکې او بحثونه روان دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto