پاکستان کې افغان طبي محصلان: د طبي شورا نوې پرېکړه مو تحصیلي راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی
بریانیوز/ پنجشنبه ( ۲۲ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
پاکستان کې سلګونو افغان طبي محصلانو د پاکستان د طبي شورا د وروستیو پرېکړو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وايي، دغه تګلارې یې د زدهکړو دوام او راتلونکی مسلکي ژوند له جدي ناڅرګندتیا سره مخ کړی دی
دغه محصلان چې د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې د طب او تخصص په برخو کې زدهکړې کوي، وايي ځینې یې له څو کلونو راهیسې په زدهکړو بوخت دي او یو شمېر نور یې د طب د درېیم، څلورم او وروستي کال محصلان دي
دوی وايي، په پاکستان کې یې خپلې زدهکړې د اړوندو پوهنتونونو له قانوني منل کېدو وروسته پیل کړې او د تحصیل په لړ کې یې کلونه وخت، هڅې او د پام وړ مالي لګښتونه کړي دي؛ خو د طبي شورا وروستۍ پرېکړې یې اوس د راتلونکي په اړه اندېښمن کړي دي
محصلان ټینګار کوي چې که نوې تګلارې پر هغو کسانو هم پلې شي چې له وړاندې یې خپلې زدهکړې پیل کړې دي، نو د ډېرو محصلانو کلونه هڅې او تحصیلي پانګونه به له جدي ستونزو سره مخ شي
دوی له رسنیو او د افغانستان له مسوولو چارواکو غوښتنه کړې چې د افغان طبي محصلانو د برخلیک د روښانه کولو لپاره له پاکستاني اړوندو ادارو سره خبرې وکړي او د دوی د زدهکړو د دوام لپاره د منلو وړ حللاره ومومي
افغان طبي محصلان وايي، دوی چمتو دي چې خپل تحصیلي اسناد، د پوهنتونونو معلومات، د محصلانو شمېر او د هغو کسانو شخصي تجربې له رسنیو او اړوندو ادارو سره شریکې کړي چې د دې پرېکړو له امله اغېزمن شوي دي
دوی ټینګار کوي چې غوښتنه یې یوازې د خپل غږ اورېدل او د ستونزې لپاره د عملي حللارې موندل دي، څو هغه کلونه چې د طب په زدهکړو کې یې تېر کړي، له منځه ولاړ نه شي او وکولای شي خپلې زدهکړې بشپړې کړي
محصلان وايي، د دوی د ستونزې د حل لپاره د پاکستاني او افغان چارواکو ترمنځ روښانه او بېړنۍ خبرې اړینې دي، ځکه د تحصیلي بهیر هر ډول ناڅرګندتیا کولی شي د سلګونو افغان ځوانانو پر علمي او مسلکي راتلونکي مستقیم اغېز وکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?