news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ملاله یوسفزۍ : د افغان ښځو او ماشومانو د حقونو د بنسټ د شپږو کارکوونکو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

ملاله یوسفزۍ :  د افغان ښځو او ماشومانو د حقونو د بنسټ د شپږو کارکوونکو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

ملاله یوسفزۍ :  د افغان ښځو او ماشومانو د حقونو د بنسټ د شپږو کارکوونکو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

 بریانیوز/ جمعه ( ۲۳ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له طالبانو غوښتي چې په کابل کې د ښځو او ماشومانو د حقونو د یوې ادارې نیول شوي شپږ کارکوونکي دې سمدستي او بې‌قیدوشرطه خوشې کړي

ملالې یوسفزۍ ویلي، د ښځو او ماشومانو له حقونو دفاع جرم نه دی او د دغو کسانو فعالیتونه د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خوندي کولو لپاره مهم دي

هغې ټینګار کړی چې د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره کار کول باید د جرم په توګه ونه ګڼل شي او له طالبانو یې غوښتنه کړې چې د نیول شویو کسانو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې او هغوی خوشې کړي

بلخوا، د بشري حقونو د څار سازمان هم د دغو شپږو کسانو نیول تایید کړي دي. د دغه سازمان په وینا، یاد کسان چې ټول نارینه دي، د چنګاښ پر ۲۷مه د طالبانو له لوري نیول شوي دي

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د نیول شویو کسانو کورنۍ تر اوسه نه پوهېږي چې هغوی چېرته ساتل کېږي او روغتیايي او حقوقي وضعیت یې څه ډول دی

د دغې ادارې په وینا، د نیول کېدو علت هم په روښانه ډول نه دی اعلان شوی، چې له امله یې د هغوی د کورنیو اندېښنې زیاتې شوې دي

دا نیونې په داسې مهال شوې دي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو له امله د بشري حقونو نړیوال سازمانونه او یو شمېر هېوادونه پر افغانستان د واکمنې ډلې سیاستونه په پرله‌پسې توګه غندي

د ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار او ټولنیز ګډون پر محدودیتونو سربېره، د ښځو د حقونو لپاره د مدافعینو د فعالیتونو په اړه هم د بشري حقونو بنسټونو اندېښنې څرګندې کړې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto