news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اروپايي ټولنې افغانستان ته د بشري مرستو لپاره ۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړل

اروپايي ټولنې افغانستان ته د بشري مرستو لپاره ۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړل

اروپايي ټولنې افغانستان ته د بشري مرستو لپاره ۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړل

 بریانیوز/ جمعه ( ۲۳ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» ویلي، اروپايي ټولنې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۰ میلیونه یورو مرسته کړې ده

اوچا د دې مرستې هرکلی کړی او له اروپايي ټولنې یې مننه کړې ده. دغه اداره وايي، تازه مرسته به په افغانستان کې د میلیونونو اړمنو کسانو لپاره د بشري مرستو د دوام په برخه کې ولګول شي

د اوچا په وینا، افغانستان لا هم له پراخ بشري بحران سره مخ دی او د مرستو اړتیا په ګڼو سیمو کې زیاته ده. د نړیوالو مرستو دوام د زیان‌منو کورنیو لپاره د خوړو، روغتیا، اوبو او نورو اړینو خدمتونو د برابرولو په برخه کې مهم بلل کېږي

بل لور ته، د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره کایا کالاس وايي، له طالبانو سره تعامل د هغوی د رسمي پېژندنې په معنا نه دی

کالاس ټینګار کړی چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو موضوع له یو شمېر اساسي شرطونو سره تړلې ده، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو خوندیتوب او د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدل پکې شامل دي

د اروپايي ټولنې چارواکي وايي، له افغانستان سره بشري مرستې د افغان ولس د اړتیاوو پر بنسټ دوام کوي، خو له طالبانو سره د سیاسي تعامل موضوع له بشري مرستو جلا ده

د اروپايي ټولنې دغه دریځ په داسې مهال څرګندېږي چې طالبان هڅه کوي له سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي، خو تر اوسه هېڅ اروپايي هېواد د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه دی پېژندلی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto