news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اسلام‌اباد او اوسلو: د افغانستان خاوره دې د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي

اسلام‌اباد او اوسلو: د افغانستان خاوره دې د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي

اسلام‌اباد او اوسلو: د افغانستان خاوره دې د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي

 بریانیوز/ جمعه ( ۲۳ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

اسلام‌اباد – د پاکستان او ناروې د بهرنیو چارو وزیرانو، اسحاق ډار او اسپن بارت ایده، په اسلام‌اباد کې له لیدنې وروسته په ګډه اعلامیه کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو پر وړاندې د بریدونو لپاره ونه کارول شي

په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې دواړه هېوادونه د افغانستان له خاورې د ترهګریزو فعالیتونو د ترسره کېدو په اړه اندېښمن دي او ټینګار کوي چې افغان خاوره باید د هېڅ هېواد پر ضد د ګواښ یا برید لپاره و نه کارول شي

د پاکستان او ناروې بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګېدلو محدودیتونو په اړه هم ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. هغوی د ښځو او نجونو د حقونو، په ځانګړي ډول د زده‌کړې او کار حق، پر خوندیتوب ټینګار کړی دی

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې طالبان تورنوي چې د دغه هېواد پر ضد د فعالیت کوونکو وسله‌والو ډلو لپاره په افغانستان کې زمینه برابروي؛ خو طالبان دا تورونه په وار وار رد کړي او د پاکستان امنیتي ستونزې یې د دغه هېواد کورنۍ موضوع بللې ده

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ترهګرۍ، سرحدي امنیت او وسله‌والو ډلو پر سر اختلافات په داسې حال کې دوام لري چې د دواړو هېوادونو اړیکې په وروستیو کلونو کې له جدي ترینګلتیاوو سره مخ شوې دي

د پاکستان او ناروې ګډ دریځ ښيي چې د افغانستان امنیتي وضعیت او د ښځو او نجونو حقوق لا هم د نړیوالو هېوادونو د بحث له مهمو موضوعاتو څخه دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto