محمود صیقل: په بدخشان کې وروستیو تحولاتو د طالبانو دننه ژورې ستونزې په ډاګه کړې
بریانیوز/ جمعه ( ۲۳ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل – په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي محمود صیقل ویلي، په بدخشان کې وروستیو تحولاتو ښودلې چې طالبان له دننه له جدي ننګونو او د «له منځه تللو له بهیر» سره مخ دي
صیقل د طالبانو د مخالفو جریانونو ترمنځ د پوځي همغږۍ او د سیمو د کنټرول لپاره د چمتووالي غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي، د اوسني وضعیت په مقابل کې د مخالفو ډلو ترمنځ همغږي او ګډ دریځ کولی شي مهم رول ولري
هغه زیاته کړې چې په تېره یوه موده کې د طالبانو د مخالفو سیاسي جریانونو ترمنځ د یوه ګډ سیاسي جوړښت پر سند د هوکړې لپاره جدي هڅې شوې دي
د صیقل څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې په بدخشان کې د طالبانو او د دغه ډلې د یوه ناراضي قوماندان، جمعه خان فاتح، ترمنځ د اختلافاتو او نښتو راپورونه ورکړل شوي دي
د راپورونو له مخې، د یادو نښتو او داخلي اختلافاتو له امله په سیمه کې امنیتي وضعیت یو ځل بیا د بحث موضوع ګرځېدلی دی
تر اوسه طالبانو د محمود صیقل د څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. طالبان په عمومي توګه د خپلو لیکو دننه د پراخو اختلافاتو ادعاوې ردوي او ټینګار کوي چې په هېواد کې امنیت او بشپړ کنټرول لري
د سیاسي شنونکو په باور، که د طالبانو په دننه کې اختلافات پراخ شي او له وسلهوالو مخالفو جریانونو سره یوځای شي، ښايي د افغانستان پر راتلونکي سیاسي او امنیتي وضعیت اغېز وکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1790
-
اخبار افغانستان
946
-
مقاله
727
-
سیاست
325
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl