news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

متقي: له افغان مخالفینو سره د مذاکراتو هېڅ اړتیا نشته

متقي: له افغان مخالفینو سره د مذاکراتو هېڅ اړتیا نشته

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، اسلامي امارت له افغان مخالفینو سره د خبرو او مذاکراتو هېڅ اړتیا نه ویني.

بریانیوز- جمعه ٢٣ اسد ١٤٠٥

متقي د BBC سره په یو مرکی کي ټینګار کړی چې د طالبانو په باور، په افغانستان کې د جګړې او سیاسي بحران مرحله پای ته رسېدلې او له همدې امله له مخالفینو سره د مذاکراتو لپاره کوم دلیل نه شته.

نوموړي ویلي، مخالفین دې افغانستان ته راشي او د هېواد د نورو وګړو ترڅنګ خپل ژوند ته دوام ورکړي. د متقي په وینا، د افغانستان په اړه د نظر ورکولو او د سیاسي دریځ نیولو پر ځای باید مخالفې څېرې د هېواد اوسنی وضعیت ومني.

متقي زیاته کړې چې اسلامي امارت د مخالفینو له لوري د مذاکراتو غوښتنې ته اړتیا نه ویني او د افغانستان د راتلونکي په اړه پرېکړه به د اوسني نظام له لارې ترسره کېږي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto