news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د عراق صدراعظم: د هېڅ ګاونډي هېواد پر ضد به زموږ خاوره ونه کارول شي

د عراق صدراعظم: د هېڅ ګاونډي هېواد پر ضد به زموږ خاوره ونه کارول شي

د عراق صدراعظم: د هېڅ ګاونډي هېواد پر ضد به زموږ خاوره ونه کارول شي

 بریانیوز/ جمعه ( ۲۳ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

بغداد – د عراق صدراعظم علي الزیدي وايي، حکومت به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د عراق خاوره یا هوايي حریم د ایران په ګډون د دغه هېواد د ګاونډیو پر وړاندې د بریدونو او پوځي اقداماتو لپاره وکاروي

الزیدي ټینګار کړی چې عراق د خپلو ګاونډیو پر وړاندې د هر ډول پوځي فعالیت لپاره د خپلې خاورې او هوايي حریم له کارېدو سره مخالف دی

نوموړي ویلي، بغداد غواړي له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې وساتي او د عراق خاوره د سیمه‌ییزو شخړو د پراخېدو لپاره د وسیلې په توګه ونه کارول شي

د عراق د صدراعظم دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې په سیمه کې د ایران او نورو هېوادونو ترمنځ امنیتي ترینګلتیاوې دوام لري او د عراق جغرافیایي موقعیت د سیمه‌ییزو شخړو له امله له ځانګړي حساسیت سره مخ دی

بغداد په وروستیو کلونو کې په وار وار ټینګار کړی چې نه غواړي د ایران او امریکا یا د سیمې د نورو هېوادونو ترمنځ د شخړو په ترڅ کې د عراق خاوره د پوځي عملیاتو لپاره وکارول شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto