news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

معصوم ستانکزی: د طالبانو ناکاره سیاستونو افغانستان له ژور بحران سره مخ کړی

معصوم ستانکزی: د طالبانو ناکاره سیاستونو افغانستان له ژور بحران سره مخ کړی

معصوم ستانکزی: د طالبانو ناکاره سیاستونو افغانستان له ژور بحران سره مخ کړی

 بریانیوز/ جمعه ( ۲۳ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د تېر حکومت د سولې د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي وايي، د طالبانو ناسمو سیاستونو افغانستان له ژور ناورین او پراخو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ کړی دی

ستانکزي په یوه تازه ټلوېزیوني مرکه کې ویلي، د طالبانو پر وړاندې د خلکو نارضایتي مخ په زیاتېدو ده او په وینا یې، دغه وضعیت یوازې په تبلیغاتو او رسمي څرګندونو نه شي حل کېدای

نوموړي ویلي، بې‌کاري، فقر او د ښځو د حقونو محدودېدل هغه عمده عوامل دي چې د خلکو نارضایتي یې زیاته کړې ده

د تېر حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر خبرداری ورکړی چې که طالبان په خپلو سیاستونو کې بدلون رانه ولي او د خلکو غوښتنو ته پام ونه کړي، د ولسي غبرګونونو د پراخېدو احتمال شته

ستانکزي ټینګار کړی چې د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره یوازې امنیتي او تبلیغاتي اقدامات بسنه نه کوي، بلکې د خلکو اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي غوښتنو ته هم باید پاملرنه وشي

تر اوسه طالبانو د معصوم ستانکزي د دغو څرګندونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی. د طالبانو حکومت بیا په وار وار ویلي چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او د هېواد اقتصادي او ټولنیز وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto