news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

عبداللطیف منصور: افغانان دې د خپلواکۍ او اسلامي نظام د ساتنې لپاره هرې قربانۍ ته چمتو وي

عبداللطیف منصور: افغانان دې د خپلواکۍ او اسلامي نظام د ساتنې لپاره هرې قربانۍ ته چمتو وي

عبداللطیف منصور: افغانان دې د خپلواکۍ او اسلامي نظام د ساتنې لپاره هرې قربانۍ ته چمتو وي

 بریانیوز/ شنبه ( ۲۴ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور وايي، افغانان باید د هېواد د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي نظام د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو واوسي

منصور ټینګار کړی چې باید د هغو کورنیو او بهرنیو عواملو د بیا راګرځېدو مخه ونیول شي چې د نوموړي په وینا، په تېر کې یې د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا له ګواښ سره مخ کړې وه

نوموړي ویلي، د طالبانو په واکمنۍ کې رامنځته شوی امنیت او هغه څه چې دی یې «خپلواکي» بولي، د ډېرو قربانیو په بیه ترلاسه شوي دي. هغه له افغانانو غوښتي چې د هېواد د بیا رغونې او اقتصادي ودې لپاره له موجودو مادي او معنوي امکاناتو څخه اعظمي ګټه واخلي

منصور دغه څرګندونې په داسې مهال کړې چې د افغانستان د خپلواکۍ، د طالبانو د حکومت د بهرني سیاست او له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو په اړه سیاسي بحثونه لا هم دوام لري

بلخوا، د طالبانو مخالف سیاسي څېرې ادعا کوي چې طالبان د پاکستان یوه نیابتي ډله ده او افغانستان د اسلام‌اباد تر نفوذ لاندې دی. دوی د طالبانو د خپلواکۍ ادعاوې ردوي او هغه یوازې سیاسي شعارونه بولي

طالبان بیا دغه ډول تورونه ردوي او ټینګار کوي چې حکومت یې د افغانستان د ملي ګټو، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنې ته ژمن دی

د افغانستان د خپلواکۍ او د بهرني نفوذ موضوع له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد د سیاسي بحثونو له مهمو محورونو څخه ده؛ په ځانګړي ډول د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو ترینګلتیا دې بحث ته لا زیات اهمیت ورکړی دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto