هانا نیومن: طالبان نه دي بدل شوي، خو نړیواله ټولنه بدله شوې ده
بریانیوز/ شنبه ( ۲۴ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
بروکسل – د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن وايي، پنځه کاله وړاندې د افغانستان د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته د نړۍ پام د افغانانو د ساتنې او د هغوی د حقونو پر خوندیتوب و، خو اوس ډېری هېوادونه له طالبانو سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر لارو چارو خبرې کوي
نیومن د افغانستان د جمهوري نظام د ړنګېدو او د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت ویلي، د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې دریځ د تېرو پنځو کلونو په پرتله د پام وړ بدل شوی دی
نوموړې ټینګار کړی چې طالبان د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې نه دي بدل شوي، خو په وینا یې، نړیواله ټولنه بدله شوې او د افغانانو په حق کې پاتې راغلې ده
د اروپايي پارلمان دې غړې ویلي، له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د افغانانو د بشري حقونو په بیه تمام نه شي. د هغې په باور، نړیواله ټولنه باید د سیاسي او امنیتي اړیکو ترڅنګ د افغانانو اساسي حقونو ته هم جدي پاملرنه وکړي
نیومن د افغان کډوالو د بېرته ستنولو موضوع ته په اشارې ویلي، هغه هېوادونه چې له طالبانو سره د کډوالو د ستنولو په اړه خبرې کوي، باید د افغانستان اوسنی بشري او حقوقي وضعیت هم په پام کې ونیسي
د هغې څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله پوره کېږي او په دې موده کې د ښځو او نجونو د زدهکړو، کار او ټولنیز مشارکت پر محدودیتونو د نړیوالې ټولنې نیوکې دوام لري
په ورته وخت کې، یو شمېر هېوادونه هڅه کوي له طالبانو سره د سیاسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو په برخو کې تعامل پراخ کړي؛ خو د طالبانو د رسمي پېژندنې موضوع لا هم له جدي سیاسي او بشري حقونو اړوند شرطونو سره تړلې پاتې ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?