هیدر بار: لوېدیځو هېوادونو د طالبانو په اړه له افغان ښځو سره د پرېکړو په برخه کې جدي تېروتنه کړې
هیدر بار: لوېدیځو هېوادونو د طالبانو په اړه له افغان ښځو سره د پرېکړو په برخه کې جدي تېروتنه کړې
بریانیوز/ شنبه ( ۲۴ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې جګپوړې څېړونکې هیدر بار د طالبانو په اړه د لوېدیځو هېوادونو پر سیاستونو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې افغان ښځې د افغانستان په تړاو د مهمو پرېکړو له مېز څخه لرې ساتل شوې دي
بار ویلي، لوېدیځو هېوادونو له طالبانو سره د خبرو او تعامل پر مهال د افغان ښځو او نجونو نظرونو ته هغه ځای نه دی ورکړی چې باید ورکړل شوی وای. د هغې په وینا، د افغانستان په اړه هر ډول سیاسي بحث باید د هغو ښځو له ګډون پرته ترسره نه شي چې د طالبانو د محدودیتونو تر ټولو ډېرې اغېزې پرې شوې دي
نوموړې زیاته کړې چې طالبان خپل محدودوونکي سیاستونه لا هم په پراخه کچه عملي کوي او د ښځو پر زدهکړو، کار، تګ راتګ او ټولنیز ګډون د محدودیتونو دوام د «جنسیتي اپارتاید» له وضعیت سره ورته والی لري
بار ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو له حکومت سره د تعامل پر مهال د بشري حقونو موضوع له پامه ونه غورځوي او د افغان ښځو د حقونو د دفاع لپاره عملي اقدامات وکړي
د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه د نړیوالو بشري حقونو له معیارونو سره په ټکر کې دي او د افغانستان د نړیوالې انزوا له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي
طالبانو بیا په وار وار ویلي چې د ښځو او نجونو حقونه د دوی د تفسیر له مخې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، خو نړیوال سازمانونه د ښځو پر زدهکړو او کار د پراخو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?