منصور احمد خان: د افغانستان او پاکستان اړیکې له تر ټولو سخت بحران سره مخ دي
بریانیوز/ شنبه ( ۲۴ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
اسلاماباد – په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان وايي، د افغانستان او پاکستان اړیکې د دواړو هېوادونو په شاوخوا ۸۰ کلن تاریخ کې له یوه له تر ټولو سختو او بحراني پړاوونو سره مخ شوې دي
منصور احمد خان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، له افغانستانه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د تحریک طالبان پاکستان موضوع د کابل او اسلاماباد ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو له مهمو لاملونو څخه ده
نوموړي ویلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د امنیتي اختلافاتو ترڅنګ، د ډیورنډ کرښې پر دروازو د تګ راتګ او سوداګرۍ محدودېدو هم د دواړو هېوادونو اقتصادونو ته پراخ زیان اړولی دی
د پاکستان دغه پخواني ډیپلوماټ خبرداری ورکړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو دوامدار خرابوالی کولی شي د سیمې پر مهمو اقتصادي او ترانزیټي پروژو هم منفي اغېز وکړي او د سیمهییز اتصال لپاره پلان شوې لویې پروژې له خنډونو سره مخ کړي
منصور احمد خان د روان بحران د حل لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې مخامخ سیاسي خبرو د بیا پیل غوښتنه کړې ده. د نوموړي په باور، د امنیتي او سیاسي اختلافاتو د حل لپاره باید د فشار پر ځای مستقیمې خبرې او د باور جوړونې هڅې زیاتې شي
د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د امنیتي تورونو، سرحدي نښتو، د سوداګریزو لارو د تړل کېدو او د افغان کډوالو د ستنولو له امله لا پسې ترینګلې شوې دي
اسلاماباد ادعا کوي چې د پاکستان مخالفې وسلهوالې ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي، خو طالبان دغه تورونه ردوي او وايي، د پاکستان امنیتي ستونزې د دغه هېواد داخلي موضوع ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?