ولسمشر ډونالډټرمپ: د ایران پوځي ځواکونه سخت ځپل شوي دي
بریانیوز/ شنبه ( ۲۴ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
واشنګټن – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې د ایران د سپاه پاسداران، سمندري او هوايي ځواکونو وړتیاوې په سختو بریدونو کې زیانمنې شوې دي
ټرمپ ویلي، د ایران پوځي ځواکونه «بد رقم ځپل شوي» او په وینا یې، ایران نور په منځني ختیځ کې هغه هېواد نه دی چې پخوا یې د سیمې د بېثباته کولو لپاره پراخ نفوذ درلود
نوموړي ویلي: «د خدای شکر ادا کوم چې ایران نور د منځني ختیځ بدمعاش ګوټی نه دی.»
د امریکا ولسمشر د ایران د پوځي وړتیاوو په اړه دا څرګندونې په داسې مهال کړې چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې لا هم له سختو ترینګلتیاوو سره مخ دي
د ټرمپ څرګندونو ته تر اوسه د ایران حکومت رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو تهران په تېرو څرګندونو کې ټینګار کړی چې د هېواد پوځي او دفاعي وړتیاوې یې خوندي دي او د بهرني فشار پر وړاندې به مقاومت ته دوام ورکړي
د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ په سیمه کې پر امنیتي وضعیت سربېره، د انرژۍ او نړیوالو بازارونو پر وضعیت هم اغېز کړی او د احتمالي پراخېدو په اړه یې د نړیوالې ټولنې اندېښنې زیاتې کړې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1766
-
اخبار افغانستان
913
-
مقاله
650
-
سیاست
274
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl