news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د افغان کډوالو وتل : د پاکستان کرنه د کارګرانو له کمښت سره مخ شوې

د افغان کډوالو وتل : د پاکستان کرنه د کارګرانو له کمښت سره مخ شوې

د افغان کډوالو وتل؛ د پاکستان کرنه د کارګرانو له کمښت سره مخ شوې

 بریانیوزچهار شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

اسلام‌اباد – له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر نه یوازې د زرګونو افغان کورنیو پر ژوند اغېز کړی، بلکې د پاکستان پر کرنیز سکتور یې هم د پام وړ فشار راوستی دی

په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب کې افغان کارګرو له کلونو راهیسې د کرنیزو ځمکو په چمتو کولو، کرکیله، د حاصلاتو راټولولو او نورو موسمي کارونو کې مهم رول درلود. د دوی ناڅاپي وتل د کروندګرو لپاره د کاري ځواک د کمښت ستونزه رامنځته کړې ده

افغان کروندګر دانیال احمد وايي، د افغان کډوالو له وتلو وروسته د ځمکو د اجارې بیې په څرګند ډول راټیټې شوې دي. د نوموړي په وینا، د کارګرانو کمښت د دې لامل شوی چې د کرنیزو ځمکو د کارونې او حاصلاتو په اړه اندېښنې زیاتې شي

د ځمکې مالک حارث خان هم وايي، که د حاصلاتو د راټولولو لپاره کافي کارګران پیدا نه شي، د کرنیزو محصولاتو یوه برخه د خرابېدو له جدي ګواښ سره مخ کېدای شي

د کرنې په برخه کې د موسمي کارګرانو اړتیا په ځانګړي ډول د حاصلاتو د راټولولو پر مهال لوړېږي. کروندګر اندېښنه لري چې د کارګرانو کمښت به د تولید لګښتونه لوړ او د حاصلاتو د راټولولو بهیر ورو کړي

افغان کارګرانو د پاکستان په کرنیز اقتصاد کې د اوږدې مودې لپاره ارزانه او مهم کاري ځواک برابر کړی و؛ خو د دوی د وتلو له زیاتېدو سره اوس د پاکستان په ځینو کرنیزو سیمو کې د کارګرانو د کمښت اغېزې د کروندګرو او د ځمکو د مالکانو لپاره په جدي اندېښنه بدلې شوې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto