فضلالرحمن: د ډیورنډ کرښې سوداګر باید د کړکېچ قرباني نه شي
بریانیوزچهار شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
اسلاماباد – د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر مولانا فضلالرحمن وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې او پخوانیو قبایلي سیمو کې د سوداګرو کاروبارونه د افغانستان او پاکستان د روانو ستونزو له امله له جدي خنډونو سره مخ شوي دي
فضلالرحمن ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو د سیاسي او امنیتي اختلافاتو له امله باید سرحدي سوداګر او عام خلک قرباني نه شي، ځکه د دغو سیمو د ګڼو کورنیو اقتصادي ژوند له افغانستان سره پر سوداګرۍ او راکړې ورکړې پورې تړلی دی
نوموړي ویلي، د سرحدي لارو اوږدمهاله تړل کېدل نه یوازې سوداګرو ته مالي زیان رسوي، بلکې د دواړو غاړو د خلکو پر ورځني ژوند او سیمهییز اقتصاد هم مستقیم اغېز کوي
د جمعیت علمای اسلام مشر له اړوندو چارواکو غوښتي چې د سوداګرو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او داسې لارې چارې ومومي چې د امنیتي اندېښنو تر څنګ د قانوني سوداګرۍ او د خلکو د تګ راتګ بهیر هم خوندي پاتې شي
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستیو میاشتو کې د امنیتي اختلافاتو له زیاتېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ یو شمېر مهمې لارې تړل شوې دي چې له امله یې سرحدي سوداګر او د ترانزیټ اړوند کاروبارونه له پراخو ستونزو سره مخ شوي دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1768
-
اخبار افغانستان
917
-
مقاله
658
-
سیاست
290
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl