news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

خوشحال کاکړ: پاکستان دې په افغانستان کې له لاسوهنې ډډه وکړي

خوشحال کاکړ: پاکستان دې په افغانستان کې له لاسوهنې ډډه وکړي

خوشحال کاکړ: پاکستان دې په افغانستان کې له لاسوهنې ډډه وکړي

 بریانیوزچهار شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې له حکومت څخه غوښتي چې په افغانستان کې له هر ډول لاسوهنې ډډه وکړي او د دواړو هېوادونو اړیکې د خبرو، متقابل درناوي او سوله‌ییز تفاهم له لارې وساتي

کاکړ د ملي اسمبلۍ د وینا پر مهال ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې باید د پوځي فشار او مداخلې پر ځای د سیاسي خبرو له لارې حل شي

نوموړي ویلي، دواړه هېوادونه له تاریخي، جغرافیایي او ولسي اړیکو سره تړلي دي او د اړیکو خرابېدل تر ډېره پر سرحدي سیمو او د دواړو غاړو پر عامو خلکو مستقیم اغېز کوي

هغه له پاکستاني حکومت څخه غوښتي چې د افغانستان په اړه خپله تګلاره له سره وارزوي او د متقابل درناوي پر بنسټ د اړیکو د ښه کولو لپاره عملي ګامونه واخلي

د کاکړ څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې د امنیتي اختلافاتو، سرحدي ستونزو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلو تورونو له امله له سخت ترینګلي پړاو سره مخ دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto