د خیبر پښتونخوا : د پېښور عالي محکمې د ۱۴ افغان طبي محصلانو د ایستلو بهیر وځنډاوه
(بریانیوز سه شنبه (۳۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش
پېښور — د پېښور عالي محکمې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو پوهنتونونو کې د طب او غاښونو د طب په برخو کې د ۱۴ افغان محصلانو جبري ایستل په موقتي ډول درولي او اړوندو ادارو ته یې امر کړی چې په ۱۴ ورځو کې خپل لیکلی ځواب وړاندې کړي
یاد محصلان د افغان محصلانو د ځانګړې ونډې له لارې په یو شمېر طبي او د غاښونو د طب پوهنځیو کې منل شوي وو. دوی په خپله عریضه کې ویلي چې د دوی د زدهکړو د منلو بهیر د قانوني لارو ترسره شوی او د پاکستان د لوړو زدهکړو کمېسیون هم د ویزو د ترلاسه کولو لپاره د نهممانعت سند ورکړی دی
د محصلانو وکیل محکمې ته ویلي چې د پاکستان د طب او غاښونو شورا له لوري د افغان محصلانو د منل کېدو د لغوه کولو پرېکړه له دې پرته شوې چې محصلانو ته د خپل دریځ د وړاندې کولو فرصت ورکړل شي
وکیل استدلال کړی چې دغه پرېکړه د پاکستان د اساسي قانون له ځینو مادو او نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې ده
محکمې د موقتي حکم له لارې د ۱۴ افغان محصلانو جبري ایستل درولي او اجازه یې ورکړې چې د قضیې تر راتلونکې اورېدنې پورې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي
ټاکل شوې د دې قضیې بله اورېدنه د اکتوبر په ۱۲مه ترسره شي، چې په ترڅ کې به د اړوندو ادارو لیکلي ځوابونه هم وڅېړل شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1834
-
اخبار افغانستان
964
-
مقاله
770
-
سیاست
355
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl