تاپي پروژه : افغانستان ته د ترکمنستان د ګاز لېږد په ۲۰۲۷ کې پیلېږي
(بریانیوز سه شنبه (۳۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش
د ترکمنستان چارواکي وايي، د تاپي د ګاز نللیکې د سرحدآباد ـ هرات برخې د جوړولو چارې د بشپړېدو پر لور روانې دي او تمه ده د روان میلادي کال تر پایه پای ته ورسېږي؛ په دې سره به په ۲۰۲۷ کال کې د افغانستان له لارې د ترکمنستان د طبیعي ګاز د لېږد زمینه برابره شي
په پاکستان کې د ترکمنستان سفیر آتاجان مولاموف ویلي، د دغې برخې بشپړېدل به د تاپي پروژې د عملي کېدو په بهیر کې مهم پرمختګ وي او افغانستان ته به د طبیعي ګاز د لېږد د پیل لپاره لاره هواره کړي
تاپي نللیکه شاوخوا ۱۷۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د کال تر ۳۳ میلیاردو متر مکعبو پورې د طبیعي ګاز د لېږد وړتیا لري. د دې پروژې له لارې به د ترکمنستان ګاز د افغانستان له خاورې تېر او پاکستان او هند ته ولېږدول شي
د دې سترې سیمهییزې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان یوازې د ګاز د لېږد مسیر نه وي، بلکې د سیمې د انرژۍ په سوداګرۍ کې به د ترانزیټ مهم ځای خپل کړي
د اقتصادي چارو شنونکي باور لري چې د تاپي پروژې عملي کېدل کولای شي افغانستان ته د ترانزیټي عوایدو، کاري فرصتونو او سیمهییزې اقتصادي همکارۍ د پراختیا زمینه برابره کړي
ترکمنستان له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي خپل طبیعي ګاز د افغانستان له لارې د پاکستان او هند بازارونو ته ورسوي. د پروژې د پاتې برخو بشپړېدل او د امنیتي او تخنیکي شرایطو برابرېدل به د دې لپاره مهم پړاوونه وي چې په ۲۰۲۷ کال کې د ګازو د لېږد عملي بهیر پیل شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?