برښنا : په افغانستان کې د برښنا د تولید نوې پروژې؛ ځانبسیاینې ته د نږدې کېدو هڅې چټکې شوې
برښنا : په افغانستان کې د برښنا د تولید نوې پروژې؛ ځانبسیاینې ته د نږدې کېدو هڅې چټکې شوې
(بریانیوز چهار شنبه (۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د افغانستان برښنا شرکت چارواکي وايي، په هېواد کې د برښنا د تولید د ظرفیت لوړولو لپاره د یو شمېر مهمو پروژو عملي چارې پیل شوې او د دغو پروژو له بشپړېدو سره به د برښنا اړتیاوو ته د ځواب ویلو په برخه کې د پام وړ بدلون رامنځته شي
د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار په کابل او پروان کې د څلورو مهمو برښنايي پروژو د چارو د پیل په مراسمو کې ویلي، اوس مهال په غزني او د کابل په نغلو سیمه کې د عزیزي انرژۍ شرکت له لوري د برښنا د تولید د پروژو عملي چارې روانې دي
نوموړي ویلي، دغه شرکت په یو شمېر نورو سیمو کې هم د برښنا د تولید د پروژو لومړني کارونه پیل کړي او ټاکل شوې ده چې د ترسره شویو ژمنو له مخې یې چارې په راتلونکي کې هم پر مخ ولاړې شي
همکار ټینګار کړی چې د پانګوالو له لوري د برښنا د تولید د روانو پروژو بشپړېدل به د هېواد د انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهم ګام وي
د هغه په وینا، د کورنیو برښنايي سرچینو پراختیا به نه یوازې د برښنا د کمښت ستونزه راکمه کړي، بلکې افغانستان به د برښنا په برخه کې د ځانبسیاینې پر لور هم نږدې کړي
چارواکي وايي، د برښنا د تولید د نوو پروژو ترڅنګ د انرژۍ په برخه کې د پانګونې پراختیا کولی شي د هېواد اقتصادي فعالیتونه پیاوړي او د صنعت او سوداګرۍ لپاره د برښنا د اړتیاوو د پوره کولو زمینه هم پراخه کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?