نیویارک : د ملګرو ملتونو په غونډه کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو او ګډون غوښتنه
(بریانیوز چهار شنبه (۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د افغانستان په اړه جوړه شوې غونډه کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو، ملاتړ او د هېواد د راتلونکي په تړلو بهیرونو کې د هغوی د ګډون پر اهمیت ټینګار وشو
د غونډې ګډونوالو وویل، د افغانستان د راتلونکي په اړه هر ډول سیاسي، اقتصادي او ټولنیز بحث باید د افغان ښځو او نجونو غږ او لیدلوری هم پکې شامل کړي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل لپاره پر یوې هر اړخیزې او همغږې تګلارې ټینګار وکړ. نوموړي وویل، بشري حقونه باید د افغانستان په اړه د بشري مرستو او نورو اړوندو بحثونو یوه نه بېلېدونکې برخه وي
هغه په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو حقونو ته په اشارې وویل، د بشري حقونو موضوع باید د افغانستان په اړه د نړیوالو بحثونو په مرکز کې پاتې شي
په همدې حال کې، د ښځو او نجونو لپاره د بریتانیا ځانګړې استازې بارونس هریټ هارمن د افغانستان د سولې، ثبات او پراختیا په بهیرونو کې د ښځو د ونډې پر ارزښت ټینګار وکړ
هغې وویل، افغان ښځې او نجونې باید وکولای شي په هغو پرېکړو کې فعاله ونډه ولري چې د افغانستان او د دوی راتلونکی ټاکي، او د سولې او ثبات لپاره هره تلپاتې لاره باید د ښځو ګډون، مشرتابه او لیدلوری په پام کې ونیسي
د اسپانیا د بهرنیو او نړیوالو چارو د دولت وزیر دیهګو مارتینز بلو هم وویل چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان په اړه خپلې هڅې او تګلارې کمزورې نه کړي
بلخوا، د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیرې هلن مکانټي په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د باوري بنسټونو له لارې یې اړمنو خلکو ته د مرستو د رسولو پر دوام ټینګار وکړ
هغې وویل، په افغانستان کې میلیونونه کسان له بشري اړتیاوو سره مخ دي او نړیواله ټولنه باید د هغوی د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي
که څه هم اسلامي امارت تر اوسه د دې غونډې د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې ویلي چې د ښځو حقونه د اسلامي احکامو په چوکاټ کې خوندي دي
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د څنډې غونډه په داسې مهال ترسره کېږي چې د افغان ښځو او نجونو د زدهکړو، کار او ټولنیز ګډون موضوع لا هم د افغانستان په اړه د نړیوالو بحثونو له مهمو برخو څخه ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?