news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ریاض : سعودي، پاکستان او ترکیه د سعودي د امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا ګډه دفاع کوو

ریاض : سعودي، پاکستان او ترکیه د سعودي د امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا ګډه دفاع کوو

ریاض : سعودي، پاکستان او ترکیه د سعودي د امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا ګډه دفاع کوو

(بریانیوز شنبه (۴/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې د پوځونو لوی درستیزانو په ریاض کې په یوه ګډه غونډه کې د سعودي عربستان د امنیت، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره پر ګډې دفاعي ژمنې ټینګار کړی دی

دغه غونډه د مکې د ګډې دفاعي تړون د غړو هېوادونو د استازو په حضور کې ترسره شوې ده. په ناسته کې د درېیو هېوادونو پوځي مشرانو د سیمه‌ییز امنیت او ګډې دفاع پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي

د غونډې ګډونوالو پر مکې ښار او د سعودي عربستان پر ملکي او اقتصادي تاسیساتو بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د دغه هېواد امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا باید خوندي پاتې شي

پوځي چارواکو همداراز د استخباراتي همکاریو د پراختیا، د پوځي همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډې دفاع لپاره د دفاعي وړتیاوو د لوړولو په اړه بحث کړی دی

دوی ټینګار کړی چې د مکې د ګډې دفاعي تړون ژمنې باید په سمدستي توګه عملي شي او د درېیو هېوادونو ترمنځ دفاعي همکاري لا پیاوړې شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto