د مالټا لومړی وزیر: د غزې د فلسطینیانو جبري بېځایه کول د منلو وړ نه دي
(بریانیوز شنبه (۴/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د مالټا لومړي وزیر رابرټ ابلا ویلي، په غزه کې د فلسطینیانو جبري بېځایه کول د منلو وړ نه دي او د دې سیمې د راتلونکي په اړه باید د فلسطینیانو حقونه په پام کې ونیول شي
ابلا د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې ویلي، د اسرائیل او فلسطین د شخړې د تلپاتې حل لپاره د دوو دولتونو رامنځته کول تر ټولو مهمه لاره ده
نوموړي په غزه کې د بشري مرستو د خوندي، چټک او بېخنډه رسېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې ملکي وګړو ته باید د اړینو مرستو د رسولو زمینه برابره شي
د مالټا لومړي وزیر همداراز ویلي، د اسرائیل خلک باید ډاډ ترلاسه کړي چې حماس به بېوسلې کېږي او د غزې په راتلونکي حکومت کې به رول نه لري
ابلا د اوکراین جګړې ته په اشارې سره د روسیې برید غندلی او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یې د یوې عادلانه سولې پر رامنځته کېدو ټینګار کړی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1850
-
اخبار افغانستان
973
-
مقاله
782
-
سیاست
365
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl