د تحصیلي چارو یوه افغان کارپوه، وايي چې د طالبانو د واکمنۍ له امله د افغانستان تعلیمي نظام له جدي او اوږدمهاله زیان سره مخ شوی دی.
بریانیوز- دوشنبه، ٦ میزان ١٤٠٥
نوموړي، چې د افغانستان په اړه د تحصیلي چارو په برخه کې یې په ختیځ او لویدیځ کې د کلونو لپاره کار کړی، د وضعیت په بیانولو کې ژړلي او ویلي یې دي چې د طالبانو تعلیمي سیاستونه به پر راتلونکو نسلونو ژورې اغېزې ولري.
د دغه کارپوه په وینا، د افغانستان تعلیمي نظام ته اوښتی زیان ښايي د جبران لپاره له ۵۰ تر ۱۰۰ کلونو وخت ونیسي، څو هېواد بېرته د تېر جمهوري نظام د تحصیلي کیفیت او ظرفیت کچې ته ورسېږي.
هغه د ښوونځیو او پوهنتونونو د زدهکړو د کیفیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د درسي نصاب زړښت، کمزورې زیربناوې او د مسلکي او لوړو تحصیلي شرایطو د لرونکو استادانو کمښت د زدهکړو پر کیفیت منفي اغېز کړی دی.
د نوموړي په وینا، د نجونو او ښځو پر زدهکړو محدودیتونه د دې ستونزې بله مهمه برخه ده او د افغانستان د بشري پانګې پر راتلونکې به اوږدمهاله اغېزې ولري.
دغه کارپوه خبرداری ورکړی چې د اوسني وضعیت دوام کولی شي د افغانستان څو راتلونکي نسلونه له باکیفیته زدهکړو بې برخې کړي او په پایله کې د بېسوادۍ، بېوزلۍ او د ټولنې پر اقتصادي بار د زیاتېدو زمینه برابره کړي.
نوموړي د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده د حکومت د تعلیمي تګلارو په اړه په طنزیه ډول ویلي چې د دې وضعیت «لاسته راوړنې» ته باید د طالبانو مشرتابه ته مبارکي ورکړل شي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?