news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

خلیلزاد: د افغانستان په اړه د شهباز شریف څرګندونې د پاکستان تېر سیاست تر پوښتنې لاندې راولي

خلیلزاد: د افغانستان په اړه د شهباز شریف څرګندونې د پاکستان تېر سیاست تر پوښتنې لاندې راولي

خلیلزاد: د افغانستان په اړه د شهباز شریف څرګندونې د پاکستان تېر سیاست تر پوښتنې لاندې راولي

(بریانیوزدو شنبه (۶/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف پر څرګندونو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د هغه خبرې د افغانستان په اړه د پاکستان د تېرو سیاستونو په اړه پوښتنې راپورته کوي

خلیلزاد ویلي، شهباز شریف په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی، خو د نوموړي په وینا، دا څرګندونې د افغانستان په اړه د پاکستان د تېرو شاوخوا دېرشو کلونو سیاستونو د ارزونې اړتیا هم رامنځته کوي.

هغه په خپل غبرګون کې شهباز شریف ته په خطاب کې ویلي چې «تاسو ډېر د افغانستان د خلکو غم وړی یاست»، او زیاته کړې یې ده چې د پاکستان صدراعظم په خپلو څرګندونو سره د افغانستان پر وړاندې د خپل هېواد د تېر سیاست په اړه مهمې پوښتنې راپورته کړې دي

شهباز شریف په ملګرو ملتونو کې د خپلې وینا پر مهال ویلي چې په افغانستان کې باید د ښځو حقونه او بشري حقونه خوندي شي. نوموړي دغه څرګندونې د افغانستان د وضعیت په اړه د پاکستان د دریځ په بیانولو کې مطرح کړې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto