د بریانیوز د راپور له مخې، لږ تر لږه درې سرچینې وايي چې د دوشنبې په غرمه، د میزان په شپږمه، د هرات ښار په اتمه ناحیه کې د طالبانو یوه امنیتي پوسته د چاودنې هدف ګرځېدلې ده.
بریانیوز- دوشنبه، ٦ میزان ١٤٠٥
دغه امنیتي پوسته د هرات ښار په یوه له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه، «جکان» کې موقعیت لري.
د عیني شاهدانو په وینا، په دې پېښه کې لږ تر لږه پنځه کسان ټپیان شوي چې یوه ښځینه لاروی هم پکې شامله ده. سرچینې وايي، د طالبانو څلور غړي هم په چاودنه کې ټپیان شوي دي.
د سرچینو په خبره، طالبان له چاودنې سمدستي وروسته د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې روغتون ته انتقال کړي دي.
تر اوسه د طالبانو چارواکو د پېښې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.
د چاودنې دقیق ډول لا هم نه دی روښانه، خو عیني شاهدان وايي چې ښايي پېښه د یوه نښلوونکي ماین، یا چسپکي ماین، د چاودنې له امله رامنځته شوې وي.
جکان د هرات ښار په اتمه ناحیه کې موقعیت لري او د هرات د والي له دفتر څخه شاوخوا دوه کیلومتره واټن لري.
تر دې دمه هېڅ ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1853
-
اخبار افغانستان
978
-
مقاله
786
-
سیاست
368
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl