news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ننګرهار اقتصاد رئیس د فساد د زمینه برابرولو لپاره د خپلوانو پر مقررۍ تورن دی

د ننګرهار اقتصاد رئیس د فساد د زمینه برابرولو لپاره د خپلوانو پر مقررۍ تورن دی

د ننګرهار د اقتصاد رئيس مولوي جان محمد حامد، د دغه ریاست د څارونکي ټیم د نظارت صلاحیت ترې اخیستی او خپل تازه مقرر شوي وراره، «شاه وزیر»، ته یې سپارلی دی.

بریانیوز- دوشنبه، ٦ میزان ١٤٠٥

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، شاه وزیر د بالمقطع کارکوونکي په توګه د ننګرهار د اقتصاد په ریاست کې مقرر شوی او د قراردادونو په برخه کې ورته د ځانګړي صلاحیت زمینه هم برابره شوې ده.

سرچینې وايي، د یاد ریاست د قراردادونو لپاره یوه مشخصې کړۍ جوړه شوي ترڅو فساد ته لار هواره کړی.

همداراز د ننګرهار د اقتصاد رئیس د ریاست په بېلابېلو برخو کې یو شمېر خپلوان، چې پکې ورېرونه او خوریونه هم شامل دي، د محافظ، اجیر او نورو بستونو په توګه ګومارلي دي.

د سرچینو په وینا، په دې ریاست کې د فساد په اړه مخکې هم شکایتونه مطرح شوي او د طالبانو د ننګرهار والي دفتر ته هم په دې اړه راپورونه رسېدلي دي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto