news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

امریکا او متحدانو : په عراق کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف پوځي ماموریت پای ته ورسېد

امریکا او متحدانو : په عراق کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف پوځي ماموریت پای ته ورسېد

امریکا او متحدانو : په عراق کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف پوځي ماموریت پای ته ورسېد

(بریانیوزسه شنبه (۷/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

امریکا او متحدانو یې په عراق کې د داعش پر وړاندې د نړیوال پوځي ائتلاف د ماموریت له پای ته رسېدو سره، له دغه هېواد څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر بشپړ کړی دی

 د ائتلاف هغه ټولې پوځي اډې او مرکزونه چې د عملیاتو پر مهال ترې کار اخیستل کېده، د عراق امنیتي ځواکونو ته سپارل شوي دي

د چارواکو په وینا، تمه کېږي چې د سپټمبر له ۳۰مې وروسته په عراق کې د نړیوال ائتلاف هېڅ جنګي یا روزنیز ځواک پاتې نه شي. دغه بدلون د بغداد او واشنګټن ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د ائتلاف د پوځي ماموریت د تدریجي پای یوه برخه ده

له ۲۰۰۳ کال راهیسې د امریکا پوځي حضور

په عراق کې د امریکا پوځي حضور په ۲۰۰۳ کال کې پیل شو. امریکايي ځواکونه په ۲۰۱۱ کال کې له دغه هېواده د خپلو ډېری جنګي سرتېرو له ایستلو وروسته، په ۲۰۱۴ کال کې د داعش د پراخېدو له امله بېرته عراق ته ستانه شول

د داعش پر وړاندې د نړیوال ائتلاف په عملیاتو کې امریکا او یو شمېر متحد هېوادونه شامل وو. د دغه ائتلاف پوځي عملیات د داعش د پراخې جغرافیایي ولکې د له منځه وړلو په هڅو کې مهم رول درلود

د بغداد سره امنیتي همکاري دوام کوي 

د امریکا او عراق ترمنځ د ۲۰۲۴ کال د هوکړې له مخې، د نړیوال ائتلاف پوځي ماموریت په پړاوونو کې پای ته رسول کېږي

د ائتلاف د پوځي ماموریت له پای ته رسېدو سره سره، د واشنګټن او بغداد ترمنځ دوه‌اړخیزې امنیتي اړیکې به دوام ولري. دواړه هېوادونه به د امنیت، دفاع او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د خپلو دوه‌اړخیزو اړیکو له لارې همکاریو ته دوام ورکړي

د ځواکونو وتل په داسې مهال بشپړېږي چې عراقي حکومت هڅه کوي د هېواد د امنیت د ساتنې مسوولیت په بشپړه توګه خپلو امنیتي ځواکونو ته وسپاري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto