سهیل افریدي: د خیبر پښتونخوا ثبات له افغانستان سره د اړیکو بیا پیل غواړي
(بریانیوزسه شنبه (۷/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي د افغانستان په اړه د پاکستان د مرکزي حکومت پر روانې تګلارې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په دغه ایالت کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره باید له افغانستان سره تعامل بېرته پیل شي
د خیبر پښتونخوا د سولې او ثبات لپاره یې د پاکستان ملکي او پوځي مشرتابه ته یو طرحه وړاندې کړې چې له افغانستان سره د اړیکو د بیا پیل ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ دروازو د سمدستي پرانیستلو وړاندیز هم پکې شامل دی
افریدي ټینګار کړی چې د پاکستان هغه سیاستونه به نقدوي چې د ده په باور د خلکو او هېواد په زیان دي. هغه د مرکزي حکومت د ځینو چارواکو پر څرګندونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د خیبر پښتونخوا د خلکو په اړه باید له سپکو او عمومي کوونکو څرګندونو ډډه وشي
نوموړي ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو خرابوالی یوازې پر دواړو هېوادونو اغېز نه کوي، بلکې د پولې دواړو غاړو ته د امنیت او اقتصادي وضعیت پر شرایطو هم اغېز لري
د پاکستان دننه د تګلارې د بدلون غوښتنې
له افغانستان سره د پاکستان د روان سیاست په اړه نیوکې یوازې د تحریک انصاف تر ګوند پورې محدودې نه دي. د جمعیت علمای اسلام پاکستان او جماعت اسلامي په ګډون یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو هم د اسلاماباد پر اوسني دریځ نیوکې کړې او له افغانستان سره یې د اړیکو د بیا کتنې غوښتنه کړې ده
د پاکستان پخواني دیپلومات عزیز معارج ویلي چې په افغانستان او پاکستان کې ناامني او بېثباتي پر یو بل اغېز لري. د نوموړي په وینا، که پاکستان د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي، د پولې دواړو غاړو ته د ثبات لپاره زمینه برابرېدای شي
د کابل او اسلاماباد اړیکې لا هم ترینګلې دي
اوس مهال د افغانستان او پاکستان اړیکې له جدي سیاسي او امنیتي اختلافاتو سره مخ دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره د چین، قطر او ترکیې په ګډون د یو شمېر هېوادونو هڅې هم شوې دي، خو تر اوسه د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو د راتلونکي په اړه روښانه هوکړه نه ده رامنځته شوې
په همدې حال کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي تګ راتګ، سوداګرۍ او امنیت په اړه اختلافات لا هم د اړیکو له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?