اسلام آباد: له افغانستان سره د دولتي کچې خبرو ته چمتو یو
(بریانیوزسه شنبه (۷/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي په یوه خبري غونډه کې ویلي چې اسلاماباد لا هم له افغانستان سره د دولتي کچې خبرو ته چمتووالی لري، خو د دغو خبرو د دوام لپاره باید عملي ګامونه واخیستل شي
نوموړي ویلي، پاکستان غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د فعالیتونو لپاره نه کارول کېږي. د هغه په وینا، هر ډول دوهاړخیز میکانیزم هغه مهال دوام موندلی شي چې د دواړو لورو له خوا عملي او د ارزونې وړ اقدامات ترسره شي
بلخوا، د اسلامي امارت ویاند تر دې وړاندې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوامداره ترینګلتیا د دواړو هېوادونو په زیان ده. نوموړي ټینګار کړی چې اسلامي امارت له هېڅ هېواد، په ځانګړي ډول پاکستان، سره د تاوتریخوالي او کړکېچ دوام نه غواړي او هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو اړیکې بېرته عادي حالت ته وګرځي
د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري هم ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روان کړکېچ د هېڅ لوري په ګټه نه دی او هیله یې څرګنده کړې چې پاکستان هم په عملي توګه د خبرو او د اړیکو د عادي کولو لپاره خپله ژمنتیا وښيي
د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو له مهمو اختلافاتو څخه یو د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو موضوع ده پاکستان ادعا کوي چې د دغه هېواد پر ضد وسلهوالې ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، خو اسلامي امارت دا ادعاوې ردوي او پر پاکستان تور لګوي چې د افغانستان پر ضد د مخالفو ډلو ملاتړ او تجهیز کوي
د دواړو لورو ترمنځ د دغو متقابلو ادعاوو له امله اړیکې لا هم ترینګلې دي، خو د دولتي کچې د خبرو په اړه د پاکستان وروستی دریځ ښيي چې د اړیکو د راتلونکي لپاره د خبرو اترو دروازه لا هم تړل شوې نه ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?