سوداګرۍ: افغانستان ته د قزاقستان د غلو صادرات څلور برابره زیات شوي
(بریانیوزپنجشنبه (۹/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
افغانستان ته د قزاقستان د غلو دانو صادرات د روان زېږدیز کال په لومړیو اتو میاشتو کې د پام وړ زیات شوي او د تېر کال د ورته مودې په پرتله څلور برابره لوړ شوي دي
د قزاقستان د ټرانسپورت وزارت د معلوماتو له مخې، په دې موده کې افغانستان ته د غلو دانو صادرات ۶۵۵ زره ټنو ته رسېدلي دي. د دغه هېواد د ټرانسپورت وزارت مرستیال ژانیبک تایژانوف وايي، په تېرو اتو میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو د لېږد کچه هم ۱۳ سلنه لوړه شوې ده
د سوداګرۍ د حجم دغه زیاتوالی د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخېدو له مهمو نښو څخه بلل کېږي، په ځانګړي ډول د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو په برخه کې
قزاقستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې خپلې سوداګریزې او ترانزیټي لارې د سوېلي بازارونو پر لور پراخې کړي او د سیمې له هېوادونو سره د توکو د لېږد او سوداګرۍ کچه لوړه کړي
بلخوا، په افغانستان کې هم د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پراختیا ته پاملرنه زیاته شوې ده. د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو د لېږد پراخېدل کولی شي د سیمې د سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا زمینه برابره کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1863
-
اخبار افغانستان
987
-
مقاله
791
-
سیاست
374
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl