news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اسلام‌اباد: په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سولې او روان وضعیت په اړه دوه ورځنی کنفرانس پیل شو

اسلام‌اباد: په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سولې او روان وضعیت په اړه دوه ورځنی کنفرانس پیل شو

اسلام‌اباد: په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سولې او روان وضعیت په اړه دوه ورځنی کنفرانس پیل شو

(بریانیوزپنجشنبه (۹/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د افغانستان د روان وضعیت، امنیتي ننګونو او سولې ته د رسېدو پر لارو د بحث لپاره دوه ورځنی کنفرانس پیل شوی دی

دغه غونډه د «افغانستان ستونزمن وضعیت او د سولې لار» تر سرلیک لاندې جوړه شوې او د افغانستان د پخواني جمهوري نظام یو شمېر سیاسي څېرې او د اوسني حکومت مخالف کسان په کې ګډون لري. په ګډونوالو کې د بامیان پخوانی والي طاهر زهیر او د ولسي جرګې پخوانی غړی امان‌الله پیمان هم شامل دي

په کنفرانس کې د افغانستان پر امنیتي او اقتصادي وضعیت، د سولې پر امکاناتو، د پولو پر امنیت، سوداګرۍ، ترانزیټ او له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د اړیکو پر څرنګوالي خبرې کېږي. د چین، روسیې، تاجکستان او د منځنۍ اسیا د یو شمېر نورو هېوادونو استازو هم په دې غونډه کې حضور موندلی دی

د غونډې په پرانیستونکې وینا کې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پر اوسني افغان حکومت نیوکې وکړې او ویې ویل چې باید د یوه وسله‌وال خوځښت پر ځای د یوه دولت په توګه فکر او عمل وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره سیاسي اراده او خبرو اترو ته اړتیا ده

د کنفرانس جوړوونکي وايي، موخه یې دا ده چې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د بېلابېلو لورو نظرونه واورېدل شي او د سولې او ثبات لپاره د ممکنه لارو په اړه سیمه‌ییز او نړیوال بحث رامنځته شي

د افغانستان په اړه دا ډول غونډې په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د هېواد روان سیاسي وضعیت، له ګاونډیو سره اړیکې، امنیتي اندېښنې او د سولې د راتلونکې په اړه بحثونه لا هم د سیمه‌ییزو او نړیوالو ناستو له مهمو موضوعاتو څخه دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto