news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ناټوستر قوماندان الکسس: اروپا دې د روسیې پر بې‌ثباته کوونکو فعالیتونو ښکاره غبرګون وښيي

ناټوستر قوماندان الکسس: اروپا دې د روسیې پر بې‌ثباته کوونکو فعالیتونو ښکاره غبرګون وښيي

ناټوستر قوماندان الکسس: اروپا دې د روسیې پر بې‌ثباته کوونکو فعالیتونو ښکاره غبرګون وښيي

(بریانیوزپنجشنبه (۹/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د اروپا لپاره د ناټو ستر قوماندان الکسس ګرینکویچ وايي، اروپایي هېوادونه باید د روسیې د هغو فعالیتونو پر وړاندې روښانه غبرګون وښيي چې د ده په وینا، د اروپا د بې‌ثباته کولو هڅې دي او په ورته وخت کې دې له اوکراین سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي

نوموړي د اروپایي پارلمان یوې کمېټې ته په څرګندونو کې ویلي چې په وروستیو میاشتو کې په اروپا کې د روسیې اړوند سایبري او هایبرډ فعالیتونه په څرګند ډول زیات شوي دي

د هغه په وینا، د دغو فعالیتونو په اړه د معلوماتو خپرول او د مسوولیتونو روښانه کول کولی شي پر مسکو سیاسي فشار زیات کړي او د ورته اقداماتو د دوام مخه ونیسي

ګرینکویچ زیاته کړې چې په ختیځه اروپا کې د ناټو د ماموریت له پیل وروسته، روسي ځواکونو د بالتیک هېوادونو او پولنډ پر لور د ډرون الوتکو د لېږلو په برخه کې لا ډېر احتیاط کړی دی

د ناټو دغه لوړپوړی چارواکی په داسې حال کې د روسیې د فعالیتونو په اړه خبرداری ورکوي چې د اوکراین جګړې له امله د مسکو او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ اړیکې له جدي ترینګلتیا سره مخ دي او اروپایي هېوادونه د خپل امنیت د پیاوړتیا لپاره پر نویو اقداماتو غور کوي

د روسیې حکومت بیا په بېلابېلو مواردو کې پر اروپایي هېوادونو او ناټو نیوکې کړې او د لوېدیځو پوځي فعالیتونو پراخېدل یې د سیمې د امنیت لپاره د اندېښنې وړ بللي دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto