news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

برلین/ واشنګټن: د جرمونو نړیوالې محکمې ملاتړ ته دوام ورکوو

برلین/ واشنګټن: د جرمونو نړیوالې محکمې ملاتړ ته دوام ورکوو

برلین/ واشنګټن: د جرمونو نړیوالې محکمې ملاتړ ته دوام ورکوو

(بریانیوزپنجشنبه (۹/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

جرمني وايي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مخالفتونو سره سره به د جرمونو د نړیوالې محکمې ملاتړ ته دوام ورکړي او له دې بنسټ سره به خپلې همکارۍ ونه دروي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادېفول ویلي، برلین د دغې محکمې د فعالیتونو ملاتړ مهم بولي او نه غواړي د امریکا د فشارونو له امله له هغې څخه واټن واخلي

نوموړي ویلي چې جرمني له جاپان وروسته د جرمونو د نړیوالې محکمې دویم لوی مالي تمویلوونکی دی او هېواد یې غواړي د نړیوال عدالت د پیاوړتیا لپاره خپل رول ته دوام ورکړي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې برلین غواړي په هغو قضیو کې د عدالت د پلي کېدو زمینه برابره شي چې ملي محکمې یې د څېړلو او حل کولو توان نه لري

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا ولسمشر په وروستیو کې له هېوادونو غوښتي چې له جرمونو نړیوالې محکمې څخه ووځي. واشنګټن پر دې بنسټ نیوکې کړې او د هغې د ځینو اقداماتو او قضايي صلاحیتونو په اړه یې مخالفت څرګند کړی دی

جرمني بیا ټینګار کوي چې د نړیوالو جدي جرمونو د څېړنې او د حساب ورکونې لپاره نړیوال قضايي میکانیزمونه اړین دي او په هغو مواردو کې چې په کور دننه عدالت نه شي تأمینېدای، د نړیوالې محکمې رول مهم پاتې کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto