اوچا دفتر : په افغانستان کې له اته میلیونو ډېرو اړمنو ته سږ کال بشري مرستې رسېدلې
(بریانیوزشنبه(۱۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
په افغانستان کې له اته میلیونو ډېرو اړمنو وګړو ته سږ کال بشري مرستې رسېدلې دي، خو د مرستو د اړتیا کچه لا هم لوړه ده او شاوخوا ۲۲ میلیونه کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري
د معلوماتو له مخې، د افغانستان د بشري مرستو د روان پلان لپاره شاوخوا یو اعشاریه اووه میلیارده ډالرو ته اړتیا وه، خو تر اوسه یوازې یوه محدوده برخه بودجه برابره شوې ده. د بودجې کمښت د مرستو پر رسولو او د اړمنو کورنیو د ملاتړ پر بهیر فشار زیات کړی دی
مرستندویه بنسټونه وايي، د افغانستان د بشري اړتیاوو د پراخوالي له امله ډېری کورنۍ د خوړو، روغتیا، پاکو اوبو او نورو بنسټیزو خدمتونو لپاره دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري
د مرستو د بودجې کمښت په داسې مهال دی چې په هېواد کې د بېوزلۍ، وچکالۍ، خوارځواکۍ او د راستنېدونکو افغانانو د شمېر زیاتېدو له امله د بشري مرستو اړتیا لا هم لوړه پاتې ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1875
-
اخبار افغانستان
994
-
مقاله
797
-
سیاست
376
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl