news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د امریکا په ټنېسي ایالت : د اعدام هڅه ناکامه شوه؛ محکومه ښځه له دوو مرګونو پېچکارو وروسته هم ژوندۍ پاتې شوه

د امریکا په ټنېسي ایالت :  د اعدام هڅه ناکامه شوه؛ محکومه ښځه له دوو مرګونو پېچکارو وروسته هم ژوندۍ پاتې شوه

د امریکا په ټنېسي ایالت :  د اعدام هڅه ناکامه شوه؛ محکومه ښځه له دوو مرګونو پېچکارو وروسته هم ژوندۍ پاتې شوه

(بریانیوزشنبه(۱۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د امریکا په ټنېسي ایالت کې د مرګ په سزا محکومه کریستا پایک له هغې وروسته هم ژوندۍ پاتې شوې چې د اعدام د عملي کولو پر مهال ورته دوه ځله د مرګونې دوا پېچکاري ورکړل شوه

د راپورونو له مخې، پایک ته د پینټوباربیتال دوه ډوزه ورکړل شول، خو له دواړو پېچکاریو وروسته یې زړه لا هم درزېده او ساه یې اخیستله. نوموړې وروسته په امبولانس کې روغتون ته ولېږدول شوه او د راپورونو له مخې په نازک روغتیایي حالت کې تر درملنې لاندې ده

د هغې مدافع وکیلانو ویلي چې د اعدام د ډلې غړو د رګ موندلو لپاره نږدې یو ساعت هڅه کړې او یوازې د هغې په چپ لاس کې څو ځله ستنې لګول شوې دي. د وکیلانو په وینا، د دویمې پېچکارۍ وروسته هم نوموړې ژوندۍ وه او د لاس له سخت درد څخه یې شکایت کړی و

بلخوا، د ایالت د زندانونو ادارې ویلي چې د اعدام ټول پړاوونه د ټاکل شوې تګلارې له مخې ترسره شوي دي. چارواکو تر اوسه په ډاګه نه کړه چې ولې د مرګونې دوا له دوو ډوزونو وروسته هم اعدام بشپړ نه شو

د دغې پېښې وروسته د ټنېسي والي بیل لي د ۲۰۲۶ کال تر پایه په دغه ایالت کې د ټولو اعدامونو د ځنډولو امر کړی او د پېښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره یې د یوې خپلواکې او هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې ده. د یوه بل بندي، ګېري ساتن، د اعدام حکم هم چې ټاکل شوې وه د روان کال په وروستیو کې عملي شي، تر بلې پرېکړې پورې ځنډول شوی دی

کریستا پایک په ۱۹۹۵ کال کې د ۱۹ کلنې کولین سلیمر د وژنې په قضیه کې د مرګ په سزا محکومه شوې وه. هغه مهال پایک ۱۸ کلنه وه. د هغې د اعدام هڅه د ټنېسي په ایالت کې د روان کال دویمه داسې پېښه ده چې چارواکي پکې د مرګ سزا په عملي کولو کې پاتې راغلي دي؛ تر دې وړاندې د مې په میاشت کې د ټوني کاروترز اعدام هم د رګ د موندلو د ستونزې له امله ودرول شو

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto