ولسمشر ډونلډټرمپ: له سویلي کوریا سره په هوکړه کې د ۸.۴ میلیارد ډالرو د تېلو پروژه شامله ده
ولسمشر ډونلډټرمپ: له سویلي کوریا سره په هوکړه کې د ۸.۴ میلیارد ډالرو د تېلو پروژه شامله ده
(بریانیوزشنبه(۱۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، له سویلي کوریا سره د واشنګټن په سوداګریزه هوکړه کې د ۸.۴ میلیارد ډالرو په ارزښت د تېلو د تولید د زیاتولو پروژه هم شامله ده
ټرمپ ویلي، د دغې پروژې له لارې د تېلو او ګازو د تولید زیاتول به د امریکا د انرژۍ سکتور پیاوړی کړي او د نړۍ د انرژۍ امنیت ته به هم ګټه ورسوي
خو د سویلي کوریا د صنعت وزارت یوه چارواکي د دې ادعا په اړه څرګنده کړې چې د ۸.۴ میلیارد ډالرو د تېلو د تولید پروژه د دواړو هېوادونو په هوکړه کې نه ده شامله او د هوکړې محتوا تر هغې ګډې اعلامیې محدوده ده چې دواړو هېوادونو تېر کال خپره کړې وه
ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو چې سویلي کوریا به په امریکا کې تر ۲۰۰ میلیارد ډالرو پورې پانګونه وکړي. د نوموړي په وینا، په دې پانګونو کې د اتو لویو اټومي بټیو جوړول، په ټکساس کې د برېښنا د تولید یوه لویه پروژه او په الاسکا کې د مایع طبیعي ګاز د پروژې لپاره د پایپلېکې جوړول شامل دي
د الاسکا د ګازو پروژه شاوخوا ۵۴ میلیارد ډالر لګښت لري، خو سویلي کوریا ویلي چې په دې پروژه کې یې ګډون لا وروستی شوی نه دی او د هغې اقتصادي وړتیا او حقوقي اړخونه لا تر ارزونې لاندې دي
د امریکا او سویلي کوریا ترمنځ د تېر کال سوداګریزې هوکړې له مخې، سیول ژمنه کړې چې په امریکا کې به د ۳۵۰ میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي؛ له دې ډلې ۱۵۰ میلیارد ډالر د بېړیو جوړولو صنعت او پاتې برخه د ستراتیژیکو پانګونو لپاره ځانګړې شوې ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?