news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

روسيه : د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه سبا په مسکو کې جوړېږي

روسيه : د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه سبا په مسکو کې جوړېږي

روسيه : د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه سبا په مسکو کې جوړېږي

(بریانیوز دوشنبه(۱۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه مشورتي غونډه سبا، دوشنبه د تلې ۱۳مه یا د اکتوبر ۵مه، د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان پلاوی به د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ په دې غونډه کې ګډون وکړي. د افغانستان ترڅنګ به د روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو استازي او لوړپوړي چارواکي هم برخه واخلي؛ بلاروس او مصر د مېلمنو په توګه بلل شوي دي

د غونډې د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه به له افغانستان سره د سیمې د هېوادونو سیاسي او اقتصادي همکاري، د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه مبارزه، د نشه‌يي توکو د قاچاق مخنیوی او سیمه‌ییزې همکارۍ وي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي کړکېچونه هم د غونډې له مهمو بحثونو څخه بلل شوي دي

ټاکل شوې چې امیرخان متقي د غونډې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف او د ځینو نورو هېوادونو له استازو سره هم جلا لیدنې ولري. د مسکو د معلوماتو له مخې، متقي او لاوروف به د افغانستان او روسیې د دوه‌اړخیزو اړیکو او همکاریو په اړه خبرې وکړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تمه ده چې د غونډې په پای کې د ګډونوالو له خوا ګډه اعلامیه هم خپره شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto