د ملګرو ملتونو چارواکې: له امیرخان متقي سره د دوحې بهیر او بشري حقونو په اړه خبرې شوي
(بریانیوز دوشنبه(۱۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې جوړونې چارو مرستیالې روزمېري ډېکارلو ویلي، افغانستان ته د خپل سفر پر مهال یې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي او د دوحې بهیر، بشري حقونو او د ښځو او نجونو د حقونو په اړه یې خبرې کړې دي
ډېکارلو ویلي، د لیدنې پر مهال د دوحې بهیر او له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې تمې هم وڅېړل شوې، چې د ښځو او نجونو د حقونو موضوع پکې ځانګړی ځای لري
د هغې په وینا، له متقي سره په خبرو کې د اقلیمي بدلونونو، طبیعي پېښو، افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او د ملګرو ملتونو د چارو او واکونو اړوند موضوعاتو په اړه هم بحث شوی دی
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، دا افغانستان ته د ډېکارلو پنځم سفر دی. نوموړې تر دې مخکې هم له افغان چارواکو، ښځو، د مدني ټولنې له استازو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له کارکوونکو سره د بشري حقونو، ښځو ته د زدهکړو او کار د فرصتونو او له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د تعامل په اړه خبرې کړې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1877
-
اخبار افغانستان
994
-
مقاله
800
-
سیاست
376
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl