اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

جنګي بېړۍ : د امریکا ستره جنګي بېړۍ له لس میاشتني ماموریت وروسته سان‌ډیاګو ته ستنه شوه

جنګي بېړۍ : د امریکا ستره جنګي بېړۍ له لس میاشتني ماموریت وروسته سان‌ډیاګو ته ستنه شوه

جنګي بېړۍ : د امریکا ستره جنګي بېړۍ له لس میاشتني ماموریت وروسته سان‌ډیاګو ته ستنه شوه

(بریانیوز  شنبه (۱۸/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د امریکا د سمندري ځواکونو ستره الوتکه‌لېږدوونکې جنګي بېړۍ «ابراهام لنکن» له نږدې ۱۱ میاشتو ماموریت او په سمندر کې له اوږدې مودې تېرولو وروسته د کالیفورنیا سان‌ډیاګو بندر ته ستنه شوې ده. د بېړۍ د شاوخوا شپږ زره کسیزې عملې د هرکلي لپاره زرګونه خپلوان او د کورنیو غړي د بندر پر غاړه راټول شوي وو

دغه بېړۍ د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۲۱مه له سان‌ډیاګو څخه روانه شوې وه او د ارام سمندر، جنوبي چین سمندر او د هند سمندر له سیمو وروسته منځني ختیځ ته ولېږدول شوه. د ایران پر وړاندې د امریکا په پوځي عملیاتو کې یې هم برخه لرله. د ماموریت پر مهال بېړۍ ۳۲۱ ورځې له خپل اصلي بندر څخه لرې تېرې کړې، چې ۲۶۵ ورځې یې پرله‌پسې په سمندر کې پاتې شوې وه

د اوږده ماموریت پر مهال د عملې د ژوند د شرایطو په اړه هم اندېښنې راپورته شوې وې. د خوراکي توکو د ډولونو، د حفظ‌الصحې د اړینو توکو او د ځینو تخنیکي ستونزو په اړه راپورونه خپاره شوي وو. د امریکا سمندري ځواکونو کانګرس ته ویلي چې د دې جنګي بېړۍ په اړوندې ډلې کې اته کسانو د ځان‌وژنې هڅې کړې وې؛ خو چارواکو ویلي چې په ماموریت کې د بېړۍ پر سر د ځان‌وژنې پېښه نه ده شوې

د امریکا سمندري ځواکونو په وینا، د جګړه‌ییزو عملیاتو له امله د اکمالاتو د رسولو فرصتونه محدود شوي وو او د یوې مودې لپاره د خوړو انتخابونه هم کم شوي وو. سره له دې، د سمندري ځواکونو چارواکو د عملې د اکمالاتو د بشپړ کمښت ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د خوراکي توکو د برابرولو هڅې روانې وې

د بېړۍ عملې د بېرته ستنېدو پر مهال په تایلنډ کې هم لنډ تمځای درلود، څو سمندري سرتېري د استراحت او د اکمالاتو د برابرولو فرصت ومومي

تمه ده چې «ابراهام لنکن» په راتلونکو میاشتو کې د تخنیکي ارزونې، ترمیم او بیا تجهیز له پړاوونو تېر شي، څو د اړتیا په صورت کې راتلونکي ماموریت ته چمتو وي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto