تهران: ایران د ښځینه رضاکارو د پوځي روزنې کمپاین پیل کړ
(بریانیوز شنبه (۱۸/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
ایران په بېلابېلو ښارونو کې د «جانفدا» په نوم د رضاکارانو د جذب او پوځي روزنې کمپاین پراخ کړی دی. په دې پروګرام کې ښځې هم ګډون کوي او د وسلو کارولو، ښاري جګړې، د توغندیزو دفاعي سیستمونو او بېپیلوټه الوتکو د چلولو روزنه ترلاسه کوي
د خپرو شویو راپورونو له مخې، د کمپاین تنظیموونکو ادعا کړې چې د نوملیکنې له پیل وروسته په لومړیو ۱۰۰ دقیقو کې تر ۵۰۰ زرو ډېرې ښځې نوملیکنه کړې ده. خو د دې شمېر خپلواکه تایید په لاس کې نشته
د روزنې په خپرو شویو انځورونو کې ښځې د «میثاق» په نوم د اوږې پر سر توغول کېدونکي هوايي دفاعي سیستم، سپکو وسلو او بېپیلوټه الوتکو د کارولو پر مهال لیدل کېږي. په روزنیزو پروګرامونو کې د ښاري جګړې تمرینونه، لومړنۍ مرستې، د کړکېچ مدیریت او د بېړنیو حالاتو پر مهال د ژوندي پاتې کېدو مهارتونه هم شامل دي
د «جانفدا» کمپاین نوم د ایران لپاره د سرښندنې او قربانۍ مفهوم لري. ایراني چارواکي دغه پروګرام د هېواد د دفاع او د رضاکارانو د چمتو کولو یوه برخه بولي. د راپورونو له مخې، ګډونوال په بېلابېلو ډلو او پوځي واحدونو کې تنظیمېږي
دا کمپاین په داسې وخت کې پراخېږي چې ایران له امریکا او اسرائیل سره د جګړې او د سیمې د امنیتي کړکېچ له دوام سره مخ دی. د ښځو پوځي روزنه د ایران د رضاکارانه بسیج د پراخولو د هڅو یوه برخه بلل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1897
-
اخبار افغانستان
1006
-
مقاله
805
-
سیاست
380
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl