واشنګټن/ مسکو: روسیه امریکا ته د ډیزلو د لېږدولو لپاره چمتووالی اعلان کړ
(بریانیوز شنبه (۱۸/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره تر ټیلیفوني خبرو وروسته اعلان کړی چې مسکو چمتو دی امریکا او نړیوالو بازارونو ته تېل او د تېلو اړوند محصولات صادر کړي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د انرژۍ د بیو لوړوالي د امریکا پر اقتصاد فشار زیات کړی دی
د کرملین د معلوماتو له مخې، دواړو مشرانو په خپلو خبرو کې د اوکراین جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو، د ایران پر وضعیت، د انرژۍ پر نړیوال بازار او د مسکو او واشنګټن پر دوهاړخیزو اړیکو بحث کړی دی
پوتین ویلي، نړیوالو بازارونو ته د روسیې د تېلو او نفتي محصولاتو رسونه کولای شي د نړۍ پر اقتصاد مثبت اغېز ولري. ټرمپ هم اعلان کړی چې روسیه به په لومړي پړاو کې امریکا ته د ډیزلو لویه اندازه ولېږدوي او په راتلونکو میاشتو کې به نورې محمولې هم ورپسې واستول شي
د راپورونو له مخې، روسیه به په لومړي پړاو کې له ۳۰۰ زرو ټنو ډېر ډیزل امریکا ته صادر کړي. د نومبر لپاره د ۵۰۰ زرو ټنو او ورپسې د نورو محمولو د لېږدولو یادونه هم شوې ده. د دې هوکړې د پیسو د ورکړې او نورو شرایطو په اړه لا بشپړ جزئیات نه دي روښانه شوي
د دې هوکړې اعلان په داسې وخت کې شوی چې امریکا د اوکراین د جګړې له امله پر روسیې د انرژۍ په سکټور کې بندیزونه لګولي وو. د روسیې د ډیزلو واردولو ته د لنډمهاله اجازې ورکولو پرېکړې د امریکا دننه او له اوکراین سره د اړیکو په برخه کې سیاسي بحثونه هم راپورته کړي دي
ځینې امریکايي سیاستوال او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي اندېښنه لري چې د روسیې د نفتي محصولاتو پېرود به مسکو ته مالي ګټه ورسوي او د اوکراین د جګړې د دوام لپاره به یې سرچینې پیاوړې کړي. بل لور ته، د انرژۍ په بازار کې ځینې شنونکي وايي چې د ډیزلو دغه اضافي اندازه ښايي د بیو د اوږدمهاله راټیټېدو لپاره بسنه ونه کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?