news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اسلام آباد/ انقره: پاکستان او ترکیې د ترهګرۍ او سازمان‌یافته جرمونو پر ضد تړون لاسلیک کړ

اسلام آباد/ انقره: پاکستان او ترکیې د ترهګرۍ او سازمان‌یافته جرمونو پر ضد تړون لاسلیک کړ

اسلام آباد/ انقره: پاکستان او ترکیې د ترهګرۍ او سازمان‌یافته جرمونو پر ضد تړون لاسلیک کړ

(بریانیوز  شنبه (۱۸/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

پاکستان او ترکیې د ترهګرۍ، د نشه‌يي توکو د قاچاق او سازمان‌یافته جرمونو پر وړاندې د ګډې مبارزې او امنیتي همکاریو د پراختیا لپاره یو تړون لاسلیک کړی دی. دغه هوکړه د جمعې په ورځ، د اکتوبر پر نهمه، په استانبول کې د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو ترمنځ لاسلیک شوه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د ترکیې د کورنیو چارو وزیر مصطفی چفتچي د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا او د پولیسو د ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پراختیا خبرې وکړې

د هوکړې له مخې، دواړه هېوادونه به د ګډې کاري ډلې په جوړولو سره د کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ همکاري پیاوړې کړي. همدارنګه، د سایبري جرمونو پر وړاندې مبارزه، د نشه‌يي توکو د قاچاق مخنیوی، د پولیسو روزنه او د تخنیکي کارپوهانو تبادله به د همکاریو له مهمو برخو څخه وي

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، له پاکستان څخه ترکیې ته د ناقانونه کډوالۍ کچه له ۷۰ سلنې څخه ۱۷ سلنې ته راټیټه شوې ده. هغه د ناقانونه کډوالۍ د شبکو پر وړاندې د پاکستان اقدامات ستایلي دي. خو په خپرو شویو معلوماتو کې د دې سلنې د محاسبې د مودې په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر خپل ترکي سیال ته د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره د اسلام‌اباد د اقداماتو په اړه معلومات ورکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګډو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی

دا تړون په داسې وخت کې لاسلیک کېږي چې پاکستان او ترکیه هڅه کوي د ناقانونه کډوالۍ، انسان‌قاچاق، نشه‌يي توکو او د پولو هاخوا فعالیت کوونکو جرمي شبکو پر وړاندې خپلې همکارۍ پراخې کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto