۸ کابل: د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی چې د پنجشېر ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۳،۹۴۱ قیراته زمرد د شاوخوا ۶ میلیونه او ۲۵۶ زره افغانۍ په ارزښت پلورل شوي دي
د باختر دولتي خبري آژانس د رپوټ له مخې، د طالبانو د پنجشېر والي ویاند سیفالدین لتون ویلي، دغه قیمتي ډبرې د یوې عامې داوطلبۍ (مزایده) له لارې د کورنیو تاجرانـو ته پلورل شوې دي
نوموړي زیاته کړې، د دې مزایدې موخه د طبیعي زېرمو قانوني بهرهبرداري او د محلي عوایدو زیاتوالی بلل شوی، خو خپلواکې سرچینې وايي چې د دغو کانونو د استخراج څرنګوالی لا هم له شفافیت څخه لیرې دی
دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې هم د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو د پنجشېر په بېلابېلو ولسوالیو کې د زمرد، بیروج او سرب نوې موندل شوې زېرمو خبر ورکړی و
له بلې خوا، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، د افغانستان په ګڼو سیمو کې د کانونو پراخه کیندنه او د قیمتي ډبرو سوداګري د دې ډلې د مالي سرچینو مهمه برخه ګرځېدلې ده
شنونکي باور لري، که څه هم د کانونو پلور د عوایدو زیاتېدو سبب کېږي، خو د حسابورکونې نشتوالی، د چاپېریال تخریب، او د محلي خلکو بېبرخې پاتې کېدل، دا سکتور له جدي پوښتنو سره مخ کړی دی
د پنجشېر زمرد، چې د رنګ او کیفیت له پلوه په نړۍ کې شهرت لري، اوس د طالبانو تر ادارې لاندې د داسې سوداګرۍ برخه ګرځېدلې چې لا هم د شفافیت او ملي ګټې پر محور نه ده ولاړه
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1616
-
اخبار افغانستان
617
-
مقاله
263
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl