د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو د پخواني حکومت پرېکړه سخته غندلې او هغه یې د امریکا د یوې ستراتیژیکې «تر ټولو لویې تېروتنې» په توګه یاد کړې ده
ټرمپ دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په غونډه کې، د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بنسلمان سره د لیدنې پر مهال وکړې. هغه وویل چې د امریکا پوځ د وتلو پر مهال په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پرېښودل، «په بشپړ ډول یو احمقانه او غیرمسؤولانه اقدام و.
ټرمپ ټینګار وکړ چې د هغه اداره به هڅه وکړي د امریکا پوځ بېرته ځواکمن او مجهز کړي. نوموړي زیاته کړه:
د داسې یو ستر قدرت لپاره هېڅ مانا نه لري چې خپل پرمختللي وسایل دښمن ته پرېږدي. دا د امریکا د تاریخ تر ټولو نه بښوونکې تېروتنه وه> «د داسې یو ستر قدرت لپاره هېڅ مانا نه لري چې خپل پرمختللي وسایل دښمن ته پرېږدي. دا د امریکا د تاریخ تر ټولو نه بښوونکې تېروتنه و
د ټرمپ د څرګندونو په دوام، هغه د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو څرنګوالی یو «ناکام مدیریت» وباله او ادعا یې وکړه چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وړاندې باید یو منظم پلان جوړ شوی وای، څو د تجهیزاتو له لاسه ورکولو او امنیتي خلا مخه ونیول شوې وای
سیاسي شنونکي وايي، د ټرمپ دا څرګندونې د هغه د بهرني سیاست د بیا تعریف برخه ده، کوم چې غواړي د امریکا پوځي حضور، وړتیا او نړیوال دریځ بېرته خپل پخواني ځواک ته ورسوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1607
-
اخبار افغانستان
613
-
مقاله
262
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl