د امریکا او روسیې استازي د اوکراین جګړې د پای لپاره په ابوظبي کې د مهمو خبرو لپاره سره ګوري
په داسې حال کې چې د روسیې او اوکراین تر منځ یو تازه لړ مرگبار هوایي بریدونه د دواړو لورو ګڼو ملکيانو ته د مرگ او ژوبلې سبب شوي، یو امریکایي چارواکي ته تایید کړې چې واشنګټن او مسکو به نن په ابوظبي کې د جګړې د پای په اړه مخامخ غونډه وکړي
دا سرچینه چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، بیبیسي ته ویلي دي چې د امریکا او روسیې د استازو دغه خبرې نن د اماراتو په پلازمېنه کې ترسره کېږي، خو تر دې دمه د غونډې نور تفصیلي معلومات نه دي خپاره شوي
دغه لیدنه وروسته له هغې ترسره کېږي چې په ژنیو کې د امریکا او اوکراین استازو له څو ورځنیو خبرو اترو وروسته د واشنګټن د سولې د نوې طرحې په اړه لومړني پرمختګونه ثبت کړل
د امریکا له لوري وړاندې شوی د سولې مسوده، چې د جګړې د ختمېدو لپاره یو چوکاټ وړاندې کوي، لا هم د بحث او ارزونې په پړاو کې ده. چارواکي وایي چې د طرحې په ځینو برخو کې «مهم پرمختګونه» شوي، خو یو شمېر اساسي او حساسې مادې لا هم پاتې دي چې پرې هوکړه ته رسېدل اسانه نه ښکاري
په همدې مهال، د روسیې او اوکراین د هوایي بریدونو په اړه تازه راپورونه ښيي چې په دواړو لورو کې ملکي خلک وژل شوي او د جګړې تاوتریخوالی بیا لوړ شوی دی
شنونکي وایي چې د جګړې د شدت زیاتوالی د دې خبرو اهمیت لا لوړ کړی او ښايي د سولې هڅو ته نوې بیړه ورکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1601
-
اخبار افغانستان
605
-
مقاله
254
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl