news اخبار فوری
clock

طالبان: اوس زموږ وار دی چې د پولو دروازې تړلې وساتو

طالبان: اوس زموږ وار دی چې د پولو دروازې تړلې وساتو


طالب چارواکي د پاکستان د وروستیو تجارتي چلندونو په غبرګون کې توند دریځ خپل کړی او ټینګار یې کړی چې نور به د یوې‌طرفه امتیازونو د ورکولو وخت نه وي

 عبداللطیف منصور: «کله چې زموږ مېوه رسېدلې وه، پاکستان پولې وتړلې؛ اوس به موږ پرې تړلې ساتو

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبداللطیف منصور، د یوې څرګندونې په ترڅ کې ویلي چې پاکستان په هغه موسم کې چې د افغانستان د مېوو د حاصلاتو مهمه دوره وه، خپلې پولې وتړلې او د صادراتو مخه یې ونیوله؛ خو اوس چې د پاکستان د مېوو فصل رارسېدلی، هڅه کوي د ناروې، تورخم او نورو لارو په خلاصېدو ټینګار وکړي

منصور په څرګندو ټکو ویلي:

کله چې زموږ د مېوو فصل و، پاکستان پولې راسره وتړلې. اوس چې د دوی د مېوو وخت راغلی، موږ باید دروازې تړلې وساتو

 د سیاست او سوداګرۍ ګډ اغېز؛ دوه اړخیزې اړیکې په نازک پړاو کې

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دواړو هېوادونو اړیکې له مخکې څخه د بې‌باورۍ، مرزي ناندریو او د افغان کډوالو د جبري ایستنې له امله ترینګلې دي.

شنونکو ویلي، که طالبان په رښتیا د پولې په تړلي ساتلو ټینګار وکړي، نو دا کار به د پاکستان پر صادراتو مستقیم اغېز ولري او ښايي د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ توازن له نويو فشارونو سره مخ کړي

 پاکستان څه غواړي؟ افغانستان څه وايي؟

پاکستان په وروستیو کې د سفري اسانتیاوو، د میوو د صادراتو لارې او د سوداګریزو بارونو د تګ راتګ د پراخېدو غوښتنه کوي. خو افغان لوری وایي چې اسلام‌اباد یوازې هغه مهال همکارۍ ته غاړه ږدي چې خپله اقتصادي ګټه پکې وي

طالبان ټینګار کوي چې د پولو په تړلي ساتلو کې «متقابل چلند» بنسټیز اصل دی او نور به هغه حالت نه زغمي چې یوازې افغان سوداګرو ته زیان رسېږي

 راتلونکي اونۍ؛ امکان لري کړکېچ لا پسې پراخ شي

اقتصادي کارپوهان وايي که دواړه هېوادونه د احساساتي پرېکړو پر ځای د متقابل تضمینونو لپاره یو عملي میکانیزم جوړ نه کړي، نو د سرحدي کړکېچونو دا لړۍ به لا پسې سخته شي او زرګونه افغان او پاکستاني سوداګر به د مالي زیان سره مخ کړي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto
  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto