news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نیویارک - د عراق پخوانی ولسمشر د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر وټاکل شو

نیویارک -  د عراق پخوانی ولسمشر د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر وټاکل شو

– د عراق پخوانی ولسمشر، برهم صالح، د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو کې د عالي کمیشنر په توګه ټاکل شوی دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي  کمیشنرۍ  په یوه رسمي خبرپاڼه کې ویلي چې دا پرېکړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له لوري په نیویارک کې شوې ده


د خبرپاڼې له مخې، برهم صالح به د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې په رسمي ډول خپله نوې دنده پیل کړي. نوموړی به په داسې وخت کې دا مسؤلیت پر غاړه اخلي چې نړۍ د بې‌ساري کډوالۍ، جګړو، اقلیمي بدلونونو او بشري بحرانونو له جدي ننګونو سره مخ ده


د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي چې د برهم صالح سیاسي تجربه، نړیوالې اړیکې او د سیمې او نړۍ د پېچلو بحرانونو په اړه ژوره پوهه به د کډوالو د ملاتړ او خوندیتوب په برخه کې مهم رول ولوبوي. هغه د عراق د ولسمشر په توګه، او تر هغه وړاندې په بېلابېلو لوړو دولتي او نړیوالو دندو کې، د ډیپلوماسۍ او بحران‌مدیریت پراخه تجربه لري


شنونکي باور لري چې د صالح ټاکنه کولی شي د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته نوی سیاسي او اخلاقي ځواک ورکړي، په ځانګړي ډول په داسې شرایطو کې چې میلیونونه کډوال او بې‌ځایه شوي کسان د جګړو، بې‌وزلۍ او ناامنۍ له امله د مرستې او نړیوال ملاتړ ته سترګې په لار دي


د نړۍ په بېلابېلو برخو کې، په ځانګړي ډول منځني ختیځ، افریقا او افغانستان کې، د کډوالو وضعیت ورځ تر بلې پېچلی کېږي. تمه ده چې برهم صالح به د خپل ماموریت پر مهال د کډوالو د حقونو د خوندیتوب، د کوربه هېوادونو د ملاتړ او د دوامدارو حل‌لارو د موندلو لپاره هڅې ګړندۍ کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto