د بامیان د تاریخي بودا سمبولیک مجسمه د «پر کاینات تابېدلې رڼا» تر عنوان لاندې، د ۲۰۲۶ کال په پسرلي کې د امریکا د نیویارک ښار په منهتن کې نندارې ته اېښوول کېږي. دا اتهمتریزه مجسمه د ویتنامي ـ امریکايي هنرمند توان اندرو نووین اثر دی، چې د سولې، زغم او د یوې سترې فرهنګي فاجعې د یادونې په توګه به د نړۍ پام یو ځل بیا د بامیان د بوداګانو تخریب ته راواړوي
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، دا هنري اثر د «هایلاین پلینت» کمېسیون په سپارښتنه جوړ شوی او ټاکل شوې ده چې د منهتن د لسم سړک پر غاړه، د هایلاین په معلق پارک کې، د ۲۰۲۶ کال په پسرلي کې نصب شي. دا مجسمه به د ۱۸ میاشتو لپاره د عامو خلکو پر وړاندې نندارې ته وړاندې شي
د هایلاین کمېسیون ویلي، چې دا پروژه یوازې یو هنري اثر نه دی، بلکې د یوې سترې فرهنګي ضایعې یادګار دی؛ داسې ضایعه چې که څه هم فزیکي بڼه یې له منځه وړل شوې، خو مانا، روح او تاریخي ارزښت یې لا هم ژوندی پاتې دی. د دې خبرې اشاره د بامیان هغو سترو بودایي پیکرو ته ده، چې د شپږمې میلادي پېړۍ په شاوخوا کې جوړې شوې وې
د بامیان بوداګان، چې د «صلصال» او «شهمامه» په نومونو پېژندل کېدل، د افغانستان د تاریخي او فرهنګي هویت له مهمو نښو څخه وو، خو د ۱۳۷۹ لمریز کال په حوت میاشت کې د طالبانو له لوري ویجاړ شول؛ هغه پېښه چې د نړۍ له سخت غبرګون سره مخ شوه او د بشري تمدن پر ضد یو فرهنګي جنایت وبلل شو
شنونکي وایي، د نیویارک په څېر نړیوال ښار کې د بامیان د بودا دا سمبولیک بیاژوندي کېدل، نه یوازې د افغانستان د فرهنګي میراث د درناوي نښه ده، بلکې نړۍ ته دا پیغام هم ورکوي چې که څه هم تاریخي اثار ویجاړېدای شي، خو د هغوی ارزښت، پیغام او انساني مانا نه شي له منځه تللی