news اخبار فوری
clock

یمن د سختو ترینګلتیاوو په اوج کې له متحده عربي اماراتو سره ګډ دفاعي تړون لغوه کړ

یمن د سختو ترینګلتیاوو په اوج کې له متحده عربي اماراتو سره ګډ دفاعي تړون لغوه کړ

د یمن حکومت د سیمې د مخ پر زیاتېدونکو سیاسي او پوځي ترینګلتیاوو په ترڅ کې له متحده عربي اماراتو سره خپل ګډ دفاعي تړون لغوه کړی دی. د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» د سې‌شنبې په ورځ، د ډسمبر ۳۰مه، راپور ورکړی چې یمن همدارنګه له اماراتو غوښتي چې خپل ټول پوځي ځواکونه او تخنیکي پرسونل دې د ۲۴ ساعتونو په موده کې له دې هېواده وباسي

د یمن د ولسمشرۍ د مشرتابه شورا رییس، رشاد محمد العلیمي، په یوه رسمي بیان کې ویلي چې دا پرېکړه د هېواد په ختیځو سیمو کې د بېلتون‌پالو ډلو د کړنو له امله شوې ده. د هغه په وینا، یادې ډلې د ملي حاکمیت، امنیت او یووالي پر ضد فعالیتونه کوي او د وضعیت د لا خرابېدو لامل ګرځېدلي دي

د بیان له مخې:

دا پرېکړه په ښکاره ډول له متحده عربي اماراتو سره د ګډ دفاعي تړون لغوه کېدل معنا لري

العلیمي ټینګار کړی چې یمن به د هر هغه اقدام پر وړاندې جدي دریځ خپل کړي، چې د هېواد ثبات او ملي یووالي ته زیان ورسوي

په همدې حال کې، د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یمن په ختیځ کې د بېلتون‌پالو اقدامات «د وضعیت غیرموجه او خطرناکه خرابېدنه» بللې ده. ریاض اندېښنه ښودلې چې دا تحرکات کولی شي د یمن جګړه لا پسې پراخه او پېچلې کړي

د یادونې وړ ده چې د ډسمبر پر ۲۷مه، د یمن د ولسمشرۍ د مشرتابه شورا رییس له سعودي عربستان په مشرۍ له ایتلافه غوښتي وو، چې د حضرموت ولایت د خلکو د ساتنې لپاره پوځي مرسته وکړي، ځکه د بېلتون‌پالو ډلو ګواښونه زیات شوي وو

د تازه راپورونو له مخې، سعودي عربستان نن سهار د یمن د مکلا بندر بمبار کړی دی. د سعودي سرچینو په وینا، دا برید وروسته له هغې ترسره شو چې استخباراتي معلوماتو ښودله، په بندر کې د «سویلي انتقالي شورا» په نوم بېلتون‌پالې ډلې ته وسلې انتقالېږي. دغه ډله د متحده عربي اماراتو له سیاسي او پوځي ملاتړ څخه برخمنه بلل کېږي

سیاسي شنونکي وایي، د یمن له‌خوا د اماراتو سره د دفاعي تړون لغوه کول د سیمې په معادلو کې یو لوی بدلون دی او ښایي د سعودي عربستان، اماراتو او د یمن د داخلي ډلو ترمنځ اړیکې لا ډېرې ترینګلې کړي. د دوی په باور، دا وضعیت د یمن جګړه یوې نوې او خطرناکې مرحلې ته داخله کړې ده

په داسې حال کې چې یمن له کلونو راهیسې د جګړې، اقتصادي سقوط او بشري ناورین سره مخ دی، تازه پرمختګونه دا اندېښنه راولاړوي چې ښایي هېواد یو ځل بیا د پراخې داخلي شخړې او سیمه‌ییزو تقابلونو پر لور ولاړ شي. نړیواله ټولنه تر اوسه د دې موضوع په اړه چوپه ده، خو تمه کېږي چې په نږدې ورځو کې د دې پرېکړو پراخې سیاسي او امنیتي اغېزې څرګندې شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط QVlOgWrYDIfHDjdHPckaV

    BCJJStVPFgxHovqcuKHjIb

    quoto
  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto